د فراغت د تحصیلي اسنادو د قیمت په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

ameen_admin
نعاینسشتتنیشس


لکه څرنګه چې ګران محصلین په جریان کې دي، په دې وروستیو کې د فراغت د تحصیلي اسنادو (ډیپلوم او ټرانسکرپټ) اوراق په معیاري او مصئونه توکه د هېواد په داخل کې ترتیب شوي او د فراغت د تحصیلي اسنادو د لایحې سره سم خصوصي تحصیلي نهادونو ته خبر ورکړل شوی چې په یادو اوراقو کې د فراغت د هر سند د صدور په مقابل کې له فارغ التحصیلانو څخه یوازې دولس سوه (۱۲۰۰) افغانۍ واخلي. 
بناً لوړو زده کړو وزارت له ټولو خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې د فراغت د تحصیلي اسنادو د صدور په مقابل کې له خپلو فارغ التحصیلانو څخه یوازې هغه مبلغ واخلي چې د فراغت د تحصیلي اسنادو د صدور په لایحه کې ذکر شوی. 
فارغ التحصیلان کولای شي چې د یادې موضوع اړوند ستونزې په صورت کې د لوړو زده کړو وزارت په ویبپاڼه کې خپل شکایت درج کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements