د علمي معین په مشرۍ د Edx او Afghan x کورسونو د ارزوني ناسته
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ د (EDX) او (Afghan X) کورسونو پرمختګ ارزولو ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال په مشرۍ ترسره شوه؛ د نهو پوهنتونونو رییسانو، علمي مرستیالانو، د برېښنايي زدهکړو د کمیټو مسوولینو، د علمي معینیت سلاکار ښاغلي پوهنوال غلام دستګیر خاورین او د لوړو زده کړو وزارت علمي برنامو د پراختیا رییس ښاغلي پوهنوال صدیق الله بارکزي ګډون کړی و؛ د پوهنتونونو له ډلې د دوو مرکزي پوهنتونونو استازو په حضوري او نورو په غیرحضوري(آنلاین) ډول ګډون درلود.
ناسته کې د ټولو پوهنتونونو استازو د یادو کورسونو په برخه کې خپل پرمختګونه وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به د دغو کورسونو اړوند چارې بشپړې او په یادو پلټفورمونو کې خپاره شي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ناستې له ګډونوالو مننه وکړه او د (EDX) او (Afghan X) کورسونو د چارو په ژر بشپړولو یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې په دې بهیر کې نهه کورسونه د (EDX) نړیوال پلټفورم او پنځوس کورسونه د داخلي (Afghan X) پلټفورم لپاره، د هیواد د نهو لویو پوهنتونو استادانو لخوا تر کار لاندې دي.
