د علمي معین په مشرۍ د Edx او Afghan x کورسونو د ارزوني ناسته

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۴۸
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ د (EDX) او (Afghan X) کورسونو پرمختګ ارزولو ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال په مشرۍ ترسره شوه؛ د نهو پوهنتونونو رییسانو، علمي مرستیالانو، د برېښنايي زده‌کړو د کمیټو مسوولینو، د علمي معینیت سلاکار ښاغلي پوهنوال غلام دستګیر خاورین او د لوړو زده کړو وزارت علمي برنامو د پراختیا رییس ښاغلي پوهنوال صدیق الله بارکزي ګډون کړی و؛ د پوهنتونونو له ډلې د دوو مرکزي پوهنتونونو استازو په حضوري او نورو په غیرحضوري(آنلاین) ډول ګډون درلود.

ناسته کې د ټولو پوهنتونونو استازو د یادو کورسونو په برخه کې خپل پرمختګونه وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به د دغو کورسونو اړوند چارې بشپړې او په یادو پلټفورمونو کې خپاره شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ناستې له ګډونوالو مننه وکړه او د (EDX) او (Afghan X) کورسونو د چارو په ژر بشپړولو یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې بهیر کې نهه کورسونه د (EDX) نړیوال پلټفورم او پنځوس کورسونه د داخلي (Afghan X) پلټفورم لپاره، د هیواد د نهو لویو پوهنتونو استادانو لخوا تر کار لاندې دي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS