د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
أربعاء, مارس 31 2021 12:45 مساء
g

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې نوبتي غونډه کې چې نن د دغه وزارت د مالي او اداري معین په مشرۍ جوړه شوه، د څېړنو معینیت رامنځته کولو پر څرنګوالي بحث وشو.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د دغه وزارت د تشکیلاتي جوړښت پروسې په هکله وینا وکړه او د دغه وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې پروسې پر چټکتیا د ټینګار تر څنګ یې د څېړنو او نوښت معینیت رامنځته کولو او اړتیا په اړه یې هراړخیزې څرګندونې وکړې.

نوموړي وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مقام د هدایت پر بنسټ د سیمې هېوادونو د تجریو مطالعې ته اړتیا ده چې پر بنسټ یې د معینیت رامنځته کولو لپاره جامع طرحه چمتو شي.

هغه ټینګار وکړ چې د بېلابېلو هېوادونو د تجربو تر کره مطالعې وروسته به د دغه معینیت پر تشکیلاتي جوړښت بحث وشي.

ورپسې د کمېټې غړو د یاد معینیت د رامنځته کولو او جوړښت د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه څرګند کړل چې تر بحث او نظر شریکولو وروسته پرېکړه وشوه چې یوه تخنیکي کمېټه رامنځته شي او د سیمې او نړۍ هېوادونو له تجربو څخه په ګټې خپلې طرحې د کمېټې په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې د عمل پلان چې د بشري منابع ریاست له لوري چمتو شوی، هم د کمېټې غړو ته وړاندې او تایید شو.

د مسوولانو په وینا ټاکل شوې چې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې پروسې د چټکتیا لپاره د یادې کمېټې نوبتي غونډې په اوونۍ کې یو ځل جوړه شي او د دې پروسې تر بشپړېدو وروسته د اکاډميکو معیارونو او اصولو په پام کې نیولو سره پر کادري بستونو کار وشي.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS