د هېواد د پوهنتونونو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا کلستر نن د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون کې پيل شو

Akmal_admin
أحد, مارس 13 2022 10:26 صباحا
د هېواد د پوهنتونونو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا کلستر نن د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون کې پيل شو

یکشنبه، ۲۲ کب ۱۴۰۰
د هېواد د پوهنتونونو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا کلستر نن د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون کې پيل شو

په همدې موخه جوړو شوو مراسو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وویل، 
د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتلو سره دا هېواد ډېر کار ته اړتیا لري او د هېواد ابادي په تعلیم او تحصیل سره کېږي، موږ غوره ګڼو چې د هېواد پر ځان بسیاء کېدو لپاره لومړی پر تحصیلي بنسټونو کار وکړو او داسې ځوانان وروزو چې د هېواد په ابادۍ کې رغنده رول ولوبوي؛ نو په همدې موخه د تېرو څو اونیو راهیسې موږ د هېواد پوهنتونونو د پوهنځيو نصاب پر بیا کتنه کار کوو، ترڅو داسې یو قوي نصاب او د تدریس غوره طریقه برابره کړو چې ګټور تمام شي. 
نوموړي د هېواد ابادي په تحصیل پورې تړلې یاده کړه او په دې برخه کې یې د استادانو فعالیتونه مهم وبلل.
همدا شان سرپرست وزیر پر دې تاکید وکړ چې باید په پوهنتونو کې د نظري درسونو پر ځای پر عملي زده کړې ډېر تمرکز وشي، ځکه په عملي زده کړه کې محصلین ډېر کار ته هڅېږي او راتلونکي کې داسې زده کړیالان د هېواد لپاره موثر تمامیدای شي.

ورپسي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا وینا وکړه او ویې ویل، افغانان خپل هویت لري او باید خپل کارونه په خپله وکړي، نوموړي د کلستر پر ګډونوالو غږ وکړ، چې د کمپیوټر ساینس برخه کې داسې یو تحصیلي نصاب جوړ کړي، چې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره ګټور تمام شي.
دغه راز نوموړي وویل، موږ اوس پر داسې یو تحصیلي نصاب کار کوو، چې د محصل لپاره په زړه پورې وي، اوسنیو شرایطو سره برابر وي او په راتلونکې کې هېواد ته داسې کادرونه وړاندې کړي چې د هېواد د پرمختګ سبب وګرځي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد پوهنتونو د بېلابېلو پوهنځيو لپاره د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې کلسترونه جوړ شوي چې پر ځینو نصابونو کار هم شوی دی.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS