د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د اکاډمیکو چارو د تقنيني سندونو د معرفي او توضيح، کلسټر جوړونې او موجوده وضعیت د تحلیل ورکشاپ پای ته ورسید

Azizorayakhel.admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۵:۳۴
a

د اکاډمیکو چارو د تقنیني سندونو د معرفي او توضیح، کلسټر جوړونې او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د موجوده حالت د څېړلو دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.

په دې ورکشاپ کې د ۲۷ دولتي پوهنتونو او ۱۲۸ خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو معاونانو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین پوهندوی سیدفرهاد شهید زاده د دې ورکشاپ جوړیدل او د ۱۵۵ دولتي او خصوصي علمي بنسټونو د علمي معاونانو ګډون د علم او پوهې د تولید او ودې په لاره کې د یو ښه تعاملي فرهنګ د بنسټیز کیدو په موخه یو ارزښتمن ګام وباله او ویې ویل چې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه باید خپلو مشترکو علمي موخو او آرمانونو ته په کتو سره په عملي بڼه یو له بل سره همکار او همغږي پاتې شي.

پوهندوی شهیدزاده د ټولو تحصیلي بنسټونو د موخو پر یووالي د ټینګار تر څنګ، په ټولو علمي برخو کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو په وسیله ددغو بنسټونو د پرمختګ لپاره مثبت تعامل او چلند او رغنده همکاري یوه جدې اړتیا وبلله او د یادو بنسټونو تر منځ یې په علمي او با ارزښته اړیکو درلودلو ټینګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د هیواد په پوهنتونو کې د کرنتین څخه وروسته د حضوري درسونو د پیلیدو له امله د خوښۍ اظهار وکړ او ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت د حضوري زده کړو د طرحې د موادو پر مټ، هغو بنسټونه چې د (HELMS) له سیسټم او د خپلو معیاري سیسټمونو څخه په مؤفقانه ډول توانیدلي دي چې آنلاین درسونه په سمه توګه خپلو محصلینو ته وړاندې کړي، مکلف دي چې د ۸ اونیو په اوږدو کې خپل حضوري درسونه بشپړ کړي او که چیرې محصلان په دې نه وي توانیدلي چې په مستمر او مؤثر ډول له دغه سیسټم څخه ګټه پورته کړي، یاد تحصیلي بنسټونه مکلف دي چې تر ۱۰ اونیو پورې خپلو حضوري درسونو ته دوام ورکړي.

ش

نوموړي همدارنګه په ډاګه کړه، هغه تحصیلي بنسټونه چې په مؤفقانه توګه یې له آنلاین سیسټم څخه ګټه نه ده پورته کړې، د ۱۶ اونیو حضوري درسونو په تطبیقولو مکلف دي.

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې رئیس پوهنمل دوکتور محمد ولي حنیف، ددغه ورکشاپ موخه په اوس مهال او راتلونکي کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو معرفي وبلله او زیاته یې کړه چې د تقنیني سندونو، طرزالعملونو تدوین او توضیح، زموږ لاسته راوړنې او ستونزې، علمي او اداري حل لارې، په خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو کې د علمي کادر غړو د تقرر او ترفیعاتو د میکانیزم څیړنه، د کلسټر جوړونې پروګرام بشپړول او د دولتي او خصوصي پوهنتونو د علمي پروګرامونو او د کیفیت د تضمین او اعتبارورکونې د څیړنې په موخه په یو وخت کې د دغو بنسټونو د ګډون او مشارکت له امله د دولتي او خصوصي پوهنتونو تر منځ د تفاهملیک امضاء کول له هغو مهمو موضوعاتو څخه وو چې ددغو دوو ورځو په اوږدو کې ورباندې خبرې وشوې.

ش

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده ګډون والو ته تصدیق پاڼې وویشلې.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۳۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تدارک وسایل تکنالوژی مرکز وزارت بابت سال مالی 1404 را . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۵:۱
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

موضوع: اطلاع عقد قرارداد پروژه تهیه و تدارک قرطاسیه جات و مواد تنظیفاتی مورد ضرورت شفاخانه تدریسی علی آباد بابت سال مالی 1404.

بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

اعلان نتایج امتحانات مراحل عالیه وعالمیه

به تمام علمای کرام ولایت‌های غور، دایکندی و بدخشان که در امتحانات شش ‌روزه مراحل عالیه و عالمیه ماه شوال سال ۱۴۴۶هـ.ق اشتراک کرده و موفق شده‌اند، اطلاع داده می‌شود که می ‌توانند نتایج . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۱
Background image

وزیر تحصیلات عالی طی گردهمایی بزرگی در پوهنتون هرات، با استادان، محصلان و کارمندان این پوهنتون دیدار و سخنرانی نمود.

 

در گردهمایی یاد شده رئیس شورای علماء، رئیس امر بالمعروف و نهی از منکر، هیئت رهبری پوهنتون هرات، هیئت رهبری پوهنتون‌های خصوصی ولایت هرات، استادان و جمع کثیری از محصلان شرکت کرده بودند. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

وزیر تحصیلات عالی طی سفر رسمی به ولایت بادغیس، به ارزش حدود ۴۴ میلیون افغانی کار شماری از پروژه‌ها را در پوهنتون بادغیس افتتاح و در یک گرد همایی بزرگ نیز سخنرانی کرد.

 

پروژه‌ هایی که از سوی شیخ ‌الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب وزیر تحصیلات عالی در پوهنتون بادغیس افتتاح شد، شامل ساخت جاده‌ های حلقوی پوهنتون، اعمار مسجد، دیوار احاطوی، دروازه پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۴:۴۳
Background image

پوهنتون علوم طبی کابل از سه رشته ‌ی طبی خویش، ۲۱۴ تن داکتر را فارغ و طی محفلی با شکوه تقدیم جامعه‌ ی طبی کشور کرد.

محفل یاد شده که در پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا» برگزار شد، شیخ عبدالله سیحان معین امور محصلان وزارت تحصیلات عالی، در حالیکه شماری از مقامات بلند رتبه‌ ا.ا.ا، هیئت رهبری. . .

BACK TO NEWS