د بورسونو د توزیع عالي کمېسیون ناسته جوړه شوه
د بورسونو د توزیع عالي کمېسیون ناسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ جوړه شوه.
په دغه ناسته کې په ترکیه هیواد کې د افغان محصلانو او د پاکستان هيواد د ۱۹ سيټه بورسونو ستونزي چې مخکې ویشل شوي وو، په مختلفو هیوادونو کې د یو شمیر افغان محصلانو لپاره د تحصیلي دورې د میعاد د تمديد غوښتنې، د یو شمیر سفارتونو له لوري په خپل سر د بورسونو د توزیع موضوع، په هندوستان هيواد کې د افغان محصلانو ستونزو ته رسیدګي، په ایران کې افغان محصلانو لپاره د مدد معاش غوښتنې، په مالیزیا کې د يوولسو افغان محصلانو تحصیلي راپور، د قزاقستان هيواد بورسونو ته د نوماندانو د تحصیلي سندونو د مراحلو د طی کولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او لازمې پریکړې ترسره شوې.
د یادولو وړ ده چې د بورسونو د توزیع په عالي کمېسیون کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي په شمول، د بهرنیو چارو، پوهنې، اقتصاد، کار او ټولنيزو او ښځو چارو وزارتونو، د ملکي خدمتونو د انسټيټيوت او د خصوصي پوهنتونو اتحادیې استازي غړیتوب لري او پر دې برسيره د پارلمان دوه تنه وکيلان هم د ناظرینو په توګه په دغه کمېسیون کې حضور لري.
