د غور لوړو زده کړو موسسه کې د کمال خان بند د ارزښت په اړه علمي – څېړنیز سیمینار جوړ شو
په دغه سیمینار کې چې د مشرتابه پلاوي، استادانو، اداري کارکوونکو او زدکړیالانو ګډون درلود، د چاپېریال لپاره د کمال بند او د هېواد د اوبو د مدیریت د ارزښت پر ټولنیزه، سیاسي، اقتصادي او تاریخي برخو هر اړخیزې ویناوې وشوې.
په پیل کې د غور لوړو زده کړو مشر پوهنیار محمد نسیم وفا وویل:"د کمال خان بند د افغانستان پر اقتصاد، ټولنه او چاپېریال ډېرې ګټورې اغېزې لري. د افغانستان حکومت پلان لري چې د هېواد اوبه په سمه توګه وکاروي او د هېواد ګټورو اوبو د ضایع کولو مخه ونیسي او موږ پخپله د خپل هېواد له اوبو ګټه و اخلو."
وروسته د غور لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار عبدالبصیر سلطاني (په افغانستان کې د کمال خان بند ارزښت) تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې کړ.
استاد سلطاني د کمال خان بند او نیمروز ولایت په اړه عمومي معلومات ورکړل. دغه راز د کمال خان بند د ځانګړنو، د افغانستان د اوبو د ارزښت، د کمال خان بند اقتصادي ارزښت، پر چاپېریال د کمال خان بند د ښو اغېزو او نورو اړوندو برخو په اړه ویناوې وکړې او نظرونه یې له یو بل سره شریک کړل. همدارنګه د کمال خان بند د اوبو راګرځول یې د افغانستان، په ځانګړې توګه د نیمروز خلکو ته ښه زیری وباله او ویې ویل، چې د ورته ملي پروژو په بشپړېدو سره به د یوه ښه راتلونکي په لوري روان شو.
