د لوړو زدکړو سرپرست وزير په ننګرهار ولایت کې د ولسونو وړانديزونه او ستونزې واورېدې.
د لوړو زدکړو سرپرست وزير الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، چې د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي محمد رباني ناصح یې ملتیا کوله د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو اوسېدونکو د لوړو زدکړو په برخه کې ستونزې او وړانديزونه د حل په موخه واورېدل.
د ننګرهار مېشتو په استازيتوب مخورو او ديني عالمانو د مدارسو اسنادو ته د اهميت ورکونې، په یاد ولایت کې تحصیلي بنسټونو ته د پاملرنې، خصوصي پوهنتونونو کې د فيس کمولو، مسلکي استادانو ګمارنې او ځوانانو ته د زدکړو زمينو برابرولو وړانديزونه وکړل.
د لوړو زدکړو سرپرست وزير په تحصیلي برخه کې د شته فرصتونو، ننګونو، تر سره کړيو کړنو او پلانونو په اړه معلومات شریک او د ننګرهار ولس ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د ننګرهار ولايت د والي مرستيال مولوي محمد رباني ناصح په دې ولايت کې لوړې زدکړې ښې و ارزولې او همدا راز يې یاد ولایت کې د تحصیلي نظام د لا ښه کېدو غوښتنه وکړه.
