داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د دوه لاټونو په ګډون د کندهار کرنېز پوهنتون وایرلس شبکې جوړولو او د کندهار ابراهیم نخعي (رح) جامعې تخصصاتو ریاست داخلي شبکې جوړولو پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-38
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دوه لاټونو په ګډون د کندهار کرنېز پوهنتون وایرلس شبکې جوړولو او د کندهار ابراهیم نخعي (رح) جامعې تخصصاتو ریاست داخلي شبکې جوړولو پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {30 سنبله 1402} نېټې د پنجشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو بڼه.
د اول لاټ (54،000) څلور پنځوس زره افغانۍ قيمت په اندازه وړاندې کېږي.
دويم لاټ (92،000) دوه نوي زره افغانۍ قيمت په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د {30 سنبله 1402} نېټې پنجشنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د وږي میاشتي په ۱۹مه نېټه يکشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.
