د «افغانستان د سیاحتي جاذبو ملي کنفرانس» دویمه ورځ د علمي-څېړنیزو مقالو په وړاندي کولو سره پای ته ورسېده.

ameen_admin
Mon, May 27 2024 4:14 AM
gdfdfdf


په بدخشان پوهنتون کې دغه درې ورځني کنفرانس ته د بېلابېلو تحصیلي بنسټونو استادانو په دریو ژبو ۱۰۸ علمي-څېړنیزې مقالې چمتو کړي وې، چې د څلویښتو لومړی ګټګوري مقالو څخه نن ورځ ۱۳ مقالې وړاندې شوې، چې د سیاحتي ځایونو پر ارزښت، معرفي کولو، څېړلو او د سیاحت په برخه کې د ستونزو او حللارو پېژندلو په برخه کې وې.
بدخشان پوهنتون په ۱۳۷۷هـ.ش کال کې تاسیس شو، چې اوسمهال نهه پوهنځي لري. د دغه پوهنتون د مسولینو په وینا د سیاحتي جاذبو کنفرانس موخې؛ سیاحتي صنعت ته وده ورکول، د افغانستان سیاحتي جاذبو یا ځایونو معرفي او د سیاحت په برخه کې اړونده وزارتونو ته د پالیسیو او طرحو لپاره دغه څېړنیزې مقالې سپارل دي.
د یادونې وړ ده چې د دغه کنفرانس په لومړی ورځ د ا.ا.ا د کابینې غړو هم ګډون کړی وو او په افغانستان کې د سیاحت د ارزښت پر بېلابېلو اړخونو او په دغه برخه کې د دولت پر ژمنتیا یې خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې سبا به پاتې برخه مقالې وړاندې شي او د پریکړه لیک په خپرولو او د ستاینلیکونو په ویشلو سره به دغه درې ورځنی کنفرانس پای ومومي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS