د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د جینوا کال نړیوالې مؤسسې له رئیس سره وکتل.

ameen_admin
Sun, Jun 30 2024 12:20 PM
gdggf


په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان کې د جینوا کال نړیوالې مؤسسې رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او په کابل، کندهار او بامیان پوهنتونونو کې یې د یادې مؤسسې له لوري استادانو ته د سیمینارونو ورکولو څخه مننه وکړه. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جینوا کال نړیوالې مؤسسې د دا ډول مرستو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې هغوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. 
وروسته په افغانستان کې د جینوا کال نړیوالې مؤسسې رئيس فهد عباسي وویل چې موږ د افغانستان د نورو ادارو تر څنګ، په پوهنتونونو کې د ا.ا.ا له پالیسیو او د لوړو زده کړو وزارت له غوښتنو سره سم د استادانو د ظرفیت لوړونې په برخو کې سیمینارونه دایروو. 
د یادونې وړ ده چې جینوا کال نړیواله مؤسسه د ملکي خلکو خوندیتوب برخو کې د عامه پوهاوي اړوند خدمتونه وړاندې کوي. 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS