د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د مرکزي ادارو او امارتي تحصیلي بنسټونو رئیسانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

ameen_admin
Wed, Jul 17 2024 4:22 AM
fgdgdfdgd

په یاده لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اوسمهال افغانستان ازاد او خپلواک دی، یو سوچه اسلامي نظام پکې حاکم دی او موږ په بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګونه لرو.»
دغه راز نوموړي په تحصیلي بنسټونو کې د اصلاحي مجلسونو په دایرولو ټينګار وکړ او ویې ویل چې موږ مکلف یو چې محصلین د افغانستان په واقعي تاریخ پوه کړو او د منفي تبلیغاتو پر وړاندې یې اذهان روښانه کړو. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې د تحصیلي بنسټونو په رهبرۍ کې مو تکړه او متعهد کسان ګمارلي او باوري یو چې تحصیلي نظام به د پرمختګ پر لوري بوځي. نوموړي د ا.ا.ا له مشرتابه څخه مننه وکړه چې لوړو زده کړو وزارت ته یې ځانګړې پاملرنه کړې، ډېره بودیجه یې ورکړې او د دې برخې د پرمختګ لپاره یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورته کړي دي. 
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغه وزارت د شته محصلینو، استادانو، کارکوونکو او عمده لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
د یادونې وړ ده چې په دغه لیدنه کې د تحصیلي بنسټونو د رئیسانو استازي هم خپلې خبرې وکړې او د رئیس الوزرا سیاسي مرسیتال سپارښتنې او لارښوونې یې په غور سره واورېدې. 

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS