ارزګان لوړو زده کړو مؤسسه کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه بېلا بېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

naser_admin
Tue, Dec 17 2024 3:01 PM
Sjkwowpxkemicj

 

د دغو پروژو ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي رحمت الله رحماني د یادو پروژو په بشپړولو کې د لوړو زده کړو وزارت له مقام او د ارزګان والي له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په یادو پروژو کې د ناستو عمومي تالار، د لمریزې برېښنا سیسټم، د اوبو رسونې شبکې جوړول، کمپیوټر لِب او د وسایطو پارکېنګ شامل دي، چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په جریان کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

دا په داسې حال کې ده چې لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي مرکزونو رغونې او بیارغونې ته پاملرنه کړې، د تحصیلي نهادونو وړاندیزونو پر اساس یې په لوړو زده کړو نهادونو کې زیربنایي چارې دوام لري او په ارزګان لوړو زده کړو مؤسسه کې د یادو پنځو پروژو ګټې اخیستنې ته د سپارلو تر څنګ، د نوموړې مؤسسې د احاطوي دېوال د جوړېدو پروژه هم پرانیستل شوه.

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د جمادي الاخرة ۱۵ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د لیندۍ ۲۷ مه

۲۰۲۴ م د ډسمبر ۱۷ مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS