د لوړو زده کړو وزیر په پکتیا پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته د وینا تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت دوې پروژې پرانیستې

naser_admin
Sat, Aug 23 2025 2:59 PM
Owjsjdjdjjehsldlf

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین، د پکتیا علماوو شورا مرستیال، د جهادي مدرسې رئیس، د ولایتي ادارو یو شمېر رئیسانو، د پکتیا پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و، وینا وکړه. 

 

محترم شیخ صاحب په یاده غونډه کې په دونیوي ژوند کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا خبرې وکړې او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپلو زده کړو موخه د الله تعالی رضا او د اسلامي ټولنې خدمت وګرځوي. 

 

دغه راز د لوړو زده کړو وزیر یاد پوهنتون ته په ۱۴۰۴هـ.ش کال کې نویو شاملو شویو محصلینو ته هم لازمې لارښوونې وکړې ورته ویې ویل: «په پوهنتون کې ستاسو د تخصصي، فکري، عقیدوي او اخلاقي روزنې لپاره امکانات برابر شوي، نو له دې فرصت څخه سمه ګټه واخلئ.» او زیاته یې کړه چې تاسو هغه وخت د اسلامي ټولنې او اسلامي نظام غوښتنې پوره کولی شئ، چې منظم مهالوېش ولرئ، خپل وخت ضایع نه کړئ او زحمت وباسئ. 

 

همدارنګه په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین مولوي قدرت الله جمال په خپلو خبرو کې له محصلینو وغوښتل چې د خپلو زده کړو نیت د ټولنې خدمت وګرځوي او په پوره اخلاص ورته کار وکړي. 

 

وروسته د لوړو زده کړو وزیر د پکتیا پوهنتون مسؤلینو په ملتیا د پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون لپاره د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو پېرلو او د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه محراب مسجد د جوړولو، چې په یوه وخت کې به د ۱۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري، پروژې پرانیستې. 

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزیر تېره ورځ په لوګر پوهنتون کې هم یوې سترې غونډې ته د وینا تر څنګ، د ۵۱ میلیونه افغانيو په ارزښت د داخلي سړکونو جوړولو پروژه پرانیستې وه.

نېټه: شنبه

۱۴۴۷هـ.ق، د صفرالمظفر ۲۹مه

۱۴۰۴هـ.ش، د زمري لومړۍ

۲۰۲۵م، د اګېسټ ۲۳مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS