د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي ۱۶ ورځني کمپاين

baqir_admin
Wed, Dec 09 2020 11:13 AM
g

«د ښځو پر وړاندې له ناوړه چلند، تاوتريخوالي سره مبارزه، زموږ په ټولنه کې د پرلپسې، ټول شموله او پراخه حل لارې او عدالت موندنې ته اړتیا لري او دې ستونزې ته د پای له پاره تر ټولو ښه لاره تعليم او تحصيل دی

دغه مطلب د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير، د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي د ۱۶ ورځني کمپاين په غونډه کې چې د لوړو زده کړو وزارت د جندر د امريت له لوري نن د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په تالار کې جوړ شوی و، څرګند کړ.

په دې پروګرام کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين نوراحمد دورېش، د کابل پوهنتون رييس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، د مرکزي ادارو يو شمېر رييسانو، د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزير وويل، تاوتريخوالی له ټولنيزو ستونزو څخه دی چې په ټولو هېوادونو کې لږ او ډېر شته دی او زموږ ټولو دنده ده چې د رفع کولو له پاره يې مبارزه وکړو.

دوکتور عباس بصير څرګنده کړه: «زموږ په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي کمپاين په داسې حال کې تجليل کېږي چې له يوه لوري په هېواد کې په بېلابېلو کچو سره تاوتريخوالی کېږي او له بل لوري د نجونو له پاره په ټولو برخو کې ډېرې ښې اسانتیاوې، په ځانګړي ډول د ښوونې او تحصيل په برخه کې برابرې شوې دي او د تحصيل لارو د نجونو له پاره د پرمختګ لارې برابرې کړي دي او ښه راتلونکی يې په مخ کې دی

دوکتور عباس بصير د قران کريم د ایتونو په استناد سره وويل که دې پديدې ته د شريعت له نظره وګورو، د مېرمنې له پاره چې کوم حقوق په پام کې نيول شوي دي د هر ډول تاوتريخوالي لارې يې تړلې دي، ځکه چې د اسلام په دين کې هر ډول سپکاوی د انساني کرامت خلاف دی او څوک چې په تاوتريخوالي لاس پورې کوي د تقوا له کړۍ بهر کېږي.

د لوړو زده کړو وزير زياته کړه چې د لوړو زده کړو په حوزه کې د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي د قدر وړ فعاليټونه ترسره شوي دي او اوس مهال نور پروګرامونه هم تر لاس لاندې دي.

نوموړي د جندر ستراتيژۍ، د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې تګلاره او د لوړو زده کړو په بنسټونو کې جنسي ځورونه پلي کېدو ته په اشارې سره وويل چې اوس مهال په تحصيلي ارګانونو کې د مېرمنو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي تګلاره روانه ده چې څنګه وکولای شو منفي فکرونه بدل کړو او د تبعيض او تعصباتو ډولونه د لوړو زده کړو له چوکاټ محو کړو. نوموړي ټينګار وکړ چې په تحصيلي ارګانونو کې د علم د زده کړې تر څنګ، د ځوانانو په زړونو کې د مينې تخم کرلو فرهنګ کول زموږ له اساسي دندو څخه دي چې په دې برخه کې د استادانو او پوهنتونونو د رهبرۍ رول څرګند دی.

د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير هیله څرګنده کړه چې دا ډول محفلونه د ټولنې په فرهنګ کې د مثبت بدلون لامل شي او په تحصيلي ټولنه کې د فرهنګي چلند په بدلون سره پوه شو چې د مسلکي کادرونو د فراغت تر څنګ مو ټولنې ته د چلند او فرهنګ په ارزښتونو ملبس څومره ځوانان وړاندې کړي دي.

ش

د کابل پوهنتون رييس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري په هېواد کې د تاوتريخوالي ريښې تر اجتماعي، او اقتصادي وروسته پاتې والي، بې ځايه فرهنګي دودونه او تر وروستيو جګړو پورې تړلې وبللې او د کورنيو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو پر رول يې د تاوتريخوالي د ډولونو د له منځه وړلو ټينګار وکړ.

د ښځو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رييسې نفيسې کوهستانۍ هم د ښځو چارو د وزيرې د پيغام په ويلو سره خلک په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي په کمپاين کې ګډون ته راوبلل.

پروګرام د موسيقي او تمثيلي پارچو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS