د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي ۱۶ ورځني کمپاين
«د ښځو پر وړاندې له ناوړه چلند، تاوتريخوالي سره مبارزه، زموږ په ټولنه کې د پرلپسې، ټول شموله او پراخه حل لارې او عدالت موندنې ته اړتیا لري او دې ستونزې ته د پای له پاره تر ټولو ښه لاره تعليم او تحصيل دی.»
دغه مطلب د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير، د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي د ۱۶ ورځني کمپاين په غونډه کې چې د لوړو زده کړو وزارت د جندر د امريت له لوري نن د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په تالار کې جوړ شوی و، څرګند کړ.
په دې پروګرام کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين نوراحمد دورېش، د کابل پوهنتون رييس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، د مرکزي ادارو يو شمېر رييسانو، د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزير وويل، تاوتريخوالی له ټولنيزو ستونزو څخه دی چې په ټولو هېوادونو کې لږ او ډېر شته دی او زموږ ټولو دنده ده چې د رفع کولو له پاره يې مبارزه وکړو.
دوکتور عباس بصير څرګنده کړه: «زموږ په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي کمپاين په داسې حال کې تجليل کېږي چې له يوه لوري په هېواد کې په بېلابېلو کچو سره تاوتريخوالی کېږي او له بل لوري د نجونو له پاره په ټولو برخو کې ډېرې ښې اسانتیاوې، په ځانګړي ډول د ښوونې او تحصيل په برخه کې برابرې شوې دي او د تحصيل لارو د نجونو له پاره د پرمختګ لارې برابرې کړي دي او ښه راتلونکی يې په مخ کې دی.»
دوکتور عباس بصير د قران کريم د ایتونو په استناد سره وويل که دې پديدې ته د شريعت له نظره وګورو، د مېرمنې له پاره چې کوم حقوق په پام کې نيول شوي دي د هر ډول تاوتريخوالي لارې يې تړلې دي، ځکه چې د اسلام په دين کې هر ډول سپکاوی د انساني کرامت خلاف دی او څوک چې په تاوتريخوالي لاس پورې کوي د تقوا له کړۍ بهر کېږي.
د لوړو زده کړو وزير زياته کړه چې د لوړو زده کړو په حوزه کې د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي د قدر وړ فعاليټونه ترسره شوي دي او اوس مهال نور پروګرامونه هم تر لاس لاندې دي.
نوموړي د جندر ستراتيژۍ، د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې تګلاره او د لوړو زده کړو په بنسټونو کې جنسي ځورونه پلي کېدو ته په اشارې سره وويل چې اوس مهال په تحصيلي ارګانونو کې د مېرمنو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي تګلاره روانه ده چې څنګه وکولای شو منفي فکرونه بدل کړو او د تبعيض او تعصباتو ډولونه د لوړو زده کړو له چوکاټ محو کړو. نوموړي ټينګار وکړ چې په تحصيلي ارګانونو کې د علم د زده کړې تر څنګ، د ځوانانو په زړونو کې د مينې تخم کرلو فرهنګ کول زموږ له اساسي دندو څخه دي چې په دې برخه کې د استادانو او پوهنتونونو د رهبرۍ رول څرګند دی.
د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير هیله څرګنده کړه چې دا ډول محفلونه د ټولنې په فرهنګ کې د مثبت بدلون لامل شي او په تحصيلي ټولنه کې د فرهنګي چلند په بدلون سره پوه شو چې د مسلکي کادرونو د فراغت تر څنګ مو ټولنې ته د چلند او فرهنګ په ارزښتونو ملبس څومره ځوانان وړاندې کړي دي.

د کابل پوهنتون رييس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري په هېواد کې د تاوتريخوالي ريښې تر اجتماعي، او اقتصادي وروسته پاتې والي، بې ځايه فرهنګي دودونه او تر وروستيو جګړو پورې تړلې وبللې او د کورنيو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو پر رول يې د تاوتريخوالي د ډولونو د له منځه وړلو ټينګار وکړ.
د ښځو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رييسې نفيسې کوهستانۍ هم د ښځو چارو د وزيرې د پيغام په ويلو سره خلک په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي په کمپاين کې ګډون ته راوبلل.
پروګرام د موسيقي او تمثيلي پارچو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
