د کابل پولي تخنيک پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو اکاډميک سند ترلاسه کړ

baqir_admin
Mon, Dec 14 2020 11:45 AM
ل

د کابل  پولي تخنیک پوهنتون د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د یوولس ګونو معیارونو په تطبیق سره د لوړو زده کړو وزارت څخه د اعتبار ورکولو د سند پر اخيستو بریالی شو.

په هغه غونډه کې چې په دې اړه په یاد پوهنتون کې دایره شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د مشرتابه پلاوي ته د مبارکۍ ترڅنګ؛ د دې پوهنتون استادان او کارمندان د اعتبار ورکولو د سند د ترلاسه کولو له مخې، د هېواد د تحصیلي بنسټونود کیفیت په لوړولو کې اغېزمن وبلل.

ډاکټرعباس بصیر وویل:"په تحصیلي نظام کې د کیفیت تضمین یو له سترو خنډونو څخه دی او زه ډاډه یم چې د دې پروسې په تطبیق سره به د هیواد د تحصیلي نظام  د کیفیت لوړولو پر لوري ګامونه پورته کړو."

 هغه څرګنده کړه چې د افغانستان پوهنتونونه د نړۍ د پوهنتونو په جدول کې په ډېره ټیټه کچه کې دي چې د پرله پسې هڅو او پوهې په ترلاسه کولو له دې حالت څخه وتلی شي.

د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه؛ له بده مرغه ډيرې څيړنې چې په افغانستان کې شوې دي د نورو مراجعو د پالیسۍ پر بنسټ دي چې؛ زموږ د نړیوالو همکارانو په واسطه ترسره شوي دي.

له دې پلوه به په راتلونکې کې د لوړو زده کړو وزارت یوه برنامه دا وي؛ چې د  هېواد په کچه د علمي څيړنو لپاره فرصتونه برابر کړو او وکولای شو د پالیسۍ له نظره نور سکټورونه تغذیه کړو.

 وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي پولي تخنیک پوهنتون ته د اعتبار ورکولو د سند ورکړه؛ د یاد بنسټ د غړو د شپو او ورځو زیار ګاللوذپایله وبلله او ويې ویل چې د کیفیت د تضمین بهير نږدې یوه لسیزه دمخه پیل شوى او د زیاتو ستونزو سره سره؛ د وخت د مسوولانو په هڅو سره دغې پروسې وکولای شول خپل دریځ د هيواد په تحصیلي نظام کې تثبیت کړي.

 پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د کیفیت د تضمین  او اعتبار ورکولو د یوولس ګونو معیارونو د تشریح او توضیح ترڅنګ  زیاته کړه؛ چې د کیفیت د تضمین پروسه هرکال تطبیقیږي ترڅو تحصیلي بنسټونه د تېر اعتبار د ساتنې ترڅنګ په وروستیو پړاوونوکې هم خپلې هڅې په دوامداره توګه جاري وساتي.

همداراز د پولي تخنیک پوهنتون ريیس پوهنوال عبدالرشید اقبال د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ اوهغو استادانو له هڅو ستاینه وکړه؛ چې د اعتبار ورکولو د درېیم پړاو په اجرا کولو کې يې همکاري او هڅې کړي دي.

هغه هیله وښوده، چې د دې سند په ترلاسه کولو سره به په اکاډمیکه برخه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دې سند په ترلاسه کولو سره د لیسانس، ماسټرۍ او دکتورا په برخو کې د برنامو جوړولو او پرمختیا صلاحیت هم تر لاسه کړي.

د ده په وینا د کابل پولي تخنیک پوهنتون به هڅه وکړي چې د دې سند د ساتنې ترڅنګ به د اعتبار ورکولو د نړیوال سند د اخيستو هڅې وکړي او د هيواد په پرمختګ کې به خپل رول ادا کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم ۶ دولتي تحصیلي بنسټونه او ۴ د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه توانیدلي چې د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو سند ترلاسه کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS