د استاد رباني د ښوونې روزنې پوهنتون، ننګرهار پوهنتون او سلام خصوصي پوهنتون، د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو د درېيم پړاو سند ترلاسه کړ

baqir_admin
Mon, Dec 21 2020 11:52 AM
ن

په هغې مراسمو کې چې په همدې اړه د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وو، ياد اسناد د کيفيت د تضمين او باور ورکولو رييس پوهندوی دوکتور محمد نعيم عظيمي او د علمي چارو د ارزونې او څارنې رييس پوهنمل دوکتور محمد ولي حنيف له لوري د يادو پوهنتونونو مسولينو ته په رسمي ډول وسپارل شول.

يادو رييسانو وويل هڅه کوي چې په دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو کې دغه هڅې د کيفي ارزښتونو په توګه بنسټيزې شي.

ویناوالو د کيفيت د تحصيلي بنسټونو له لوري د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو د درېيم پړاو سند اخيستل ډېر ارزښت لرونکي وبلل او څرګنده يې کړه چې یاد سندونه د علمي پروګرامونو او پراختيا په جوړولو کې د يادو پوهنتونونو صلاحيتونه زياتوي او په پايله کې د دوی د پراختیا او ودې لامل کېږي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر نور دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونه توانېدلي چې له لوړو زده کړو وزارت څخه د ټاکل شوو معيارونو په پوره کولو سره د علمي اعتبارو ورکولو سند ترلاسه کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS