د مرکز او ولایتونو د پوهنتونونو له مسوولانو سره د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین ویډیویي کنفرانس

baqir_admin
Mon, May 10 2021 5:45 AM
g

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د نړیوالو علمي ژورنالونو رامنځته کولو پروسې چټکتیا په موخه مسوولانو ته هدایت ورکړ چې په دې برخه کې خپلې چارې ګړندۍ کړي.

په هغه ناسته کې چې نن په همدې موخه د ویډیو کنفرانس له لارې د مرکز او ولایتونو پوهنتونونو سره جوړه شوه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د نړیوالو ژورنالونو د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو بنسټونو له مسولانو یې وغوښتل چې د ژورنالونو رامنځته کولو په برخه کې خپلې چارې ګړندۍ کړي.

هغه وویل چې په تحصیلي بنسټونو کې د علمي ژورنالونو رامنځته کول د هغو استادانو د مقالو خپرولو لپاره اړین دي چې بهرنیو نړیوالو ژورنالونه ته کم لاسرسی لري، ځکه چې په دې ډول د بهرنیو جعلي او بې اعتباره ژورنالونو لخوا د دوی د غولولو مخنیوی کېږي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین یادو مسولانو ته ډاډ وکړ چې لوړو زده کړو وزارت په دې اړوند د دوی د ستونزو د هواري لپاره همکار دی او له پروګرامونو یې ملاتړ کوي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS