د لوړو زده کړو وزارت او د چارو ادارې، مالیې او عدلیې وزارتونو تر منځ ناسته

baqir_admin
Mon, May 24 2021 6:14 AM
g

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې، د مالیې او عدلیې وزارتونو مسوولینو سره د پوهنتونونو مالي خپلواکۍ طرحې څېړنې او د پوهنتونونو رییسانو او مرستیالانو د معاشونو اجرا په موخه غونډه وکړه.

دغه ناسته کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د دولت د چارو انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش، د مالیې او عدلیې وزارتونو استازو او د کابل پوهنتون رییس ګډون لاره؛ د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ طرحې بررسۍ او د پوهنتونونو د رییسانو او مرستیالانو په تنخواوو کې د غلط فهمیو پر هوارولو بحث او خبرې وشوې.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو او د کابل پوهنتون رییس په یادو مسایلو د بحث تر څنګ د پوهنتونونو مالي خپلواکۍ بهیر پر ګړندي کولو ټینګار وکړ او د علمي او څېړنیزو خدماتو په اړه یې خپل وړاندیزونه د چارو ادارې له مشرتابه سره شریک کړل.

د چارو ادارې مشرتابه هم د پوهنتونونو عایداتي کولو او مالي خپلواکۍ په اړه د ولسمشر لارښوونې عملي کولو تر څنګ د مالي خپلواکۍ ظرفیت لرونکو پوهنتونونو ستونزو پر سمدستي حل ټينګار وکړ.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د پوهنتونونو مالي خپلواکۍ بهیر ګړندي کولو لپاره دې نور عملي ګامونه پورته او د معاشونو غلط فهمۍ حل لپاره دې هم بېړني اقدامات وشي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS