د USAID دفتر او AHEAD پروژې له مسوولانو سره د لوړو زده کړو وزیر ویډیو کنفرانس

baqir_admin
Wed, Jun 30 2021 10:15 AM
g

د لوړو زده کړو وزیر د USAID دفتر او AHEAD (د افغانستان د پرمختګ لپاره، د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروژه) له پروژې سره په یوه مجازي ناسته کې د هېواد د لوړو زده کړو پیاوړتیا پروګرامونو د ښه پلي کولو لپاره د لازیاتې همغږۍ په اړه بحث وکړ او نظرونه یې سره شریک کړل.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، مالي او اداري معین نور احمد دروېش، د دغه وزارت سلاکارانو عباس عضیمي او پوهنمل احمد ضیا یوسفزي، د تحصیلي چارو کارپوه سید جمیل میر، د یوسایډ دفتر د زده کړو برخې مسوول ډاکټر تیموتي کورټن، د «هېډ» پروژې رییس مایکل بلندیل او همکارانو یې ګډون کړی وو.

د دغې ناستې په پیل کې د AHEAD پروژې د مسوولانو له لوري له یوې ربعې څخه د زیات کاري وخت راپور د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي ته وړاندې شو، چې لویې برخې یې جنډر، د پوهنتونونو د مدیریتي چارو پیاوړتیا او د بازار له اړتیاوو سره سم د نصاب بیاکتنه او کیفیت لوړول و.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د هېواد لوړو زده کړو په برخه کې د یوسایډ دفتر له مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د AHEAD پروژه د ۲۰۲۱کال له مارچ میاشتې تر دې مهاله وتوانېده، چې د هېواد لوړو زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې ډېر فعالیتونه وکړي او په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د لوړو زده کړو وزیر هیله وښوده چې په زیاتې همغږۍ د دغه وزارت د پروګرامونو په ځانګړې توګه لومړیتوبونو ته په کتو ګټور ګامونه واخیستل شي. هغه د علمي څېړنو د پروګرامونو په پلي کولو، لوړو زده کړو ته د لاسرسي، په ځانګړې توګه د ښځو د بشري ځواک تولید او د لوړو زده کړو پر کیفیت لوړولو ټینګار وکړ.

همدارنګه د دغه وزارت علمي، مالي او اداري معینانو هم د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو او د هغو په ښه پلي کولو کې د یوسایډ دفتر د همکاریو د اړتیا په اړه ویناوې وکړې او په دې اړه یې خپلې غوښتنې او اندونه وړاندې کړل.

په دې ناسته کې دواړو اړخونو د پروګرامونو د ښه پلي کولو لپاره نظرونه سره شریک کړل او د لا ډېرې همغږۍ او هر اړخیزو همکاریو ژمنه یې وکړه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS