د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
Wed, Jul 28 2021 8:57 AM
g

د لوړو زده کړو وزارت د جوړښت کمېټې ناسته، د دغه وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د جوړښت اصلاح، د ایجاد د اړتیا تشخیص، د لوړو زده کړو وزارت اداري او اکاډمیکو غوښتنو سره سم د اداري او اکاډمیکو بستونو ادغام او حذف، د بېلابېلو ادارو د کاري کرښو پېژندل او د خدماتو په وړاندې کولو کې د کاري تداخل له منځه وړل او په ګټوره توګه د سرچینو لګښت په اړه بحث وشو او له یوبل سره یې نظرونه شریک کړل.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د جوړښت بیا کتنه او اصلاح یوه جدي اړتیا وبلله او ویې ویل چې د شرایطو له غوښتنو، اداري اړتیا او د افغانستان اسلامي جمهوریت له تمې سره سم د لوړو زده کړو وزارت پرله پسې هڅې کوي چې په مسوولانه توګه د خپل جوړښت بیا کتنه، اصلاح او د کار وړ یې کړي

په دغه ناسته کې د اتو ریاستونو د جوړښت په اړه بحث وشو او د ناستې غړو په دې برخه کې خپلې طرحې، وړاندیزونه او اصلاحي نظرونه وړاندې کړل، چې پر بنسټ یې ځینې بستونه ایجاد، ځينې رامنځته، ځينې له منځه ولاړل او ځينې نور هم ادغام او یا حذف شول.

په پای کې مالي او اداري معین نور احمد دروېش د کمېټې څلور غړو ته دنده وسپارله چې د لوړو زده کړو وزارت اکاډمیکو چارو د ارزونې او څارنې ریاست د جوړښت په اړه په ځانګړي ډول کار وکړي او هغه موارد چې له تضمین کیفیت ریاست سره یې د تداخل امکان وي، وپېژني او د دوشنبې په ورځ یې په راتلونکې ناسته کې د کمېټې له غړو سره شریک کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS