د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي د لا ښې همغږۍ په پار، ناسته وشوه

baqir_admin
Mon, Sep 06 2021 4:45 AM
ل

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدلباقي حقاني په مشرۍ، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي د لا ښې همغږي په پار، د یادو  تحصیلي بنسټونو له مسوولانو سره ناسته تره سره شوه.

په دغه ناسته کې شیخ عبدالباقي حقاني، په داسې حال کې چې مالي او اداري او د زده کړیالانو چارو معینانو او د خصوصي زده کړیالانو چارو رییس هم حضور درلود، د لوړو زده کړو له لارښوونو سره سم، د خصوصي پوهنتونونو د حضوري درسونو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې د هېواد رغونه او پرمختګ د تحصیلي مرکزونو په هڅو پورې تړلی او موږ به په ګډه په دغه برخه کې کار وکړو.

هغه د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي په اړه وویل، چې د هېواد پوهنتونونه د دیني او ملي ارزښتونو او د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونو سره سم، خپل چاپېریال د معیاري او باکیفیت زده کړو لپاره چمتو او هغه څه چې د اسلامي ټولنې نظم ګواښي، باید له منځه یوسي.

همدارنګه شیخ حقاني وویل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او  ټول یې باید د پرمختګ او په ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړو او خپل هېواد د نورو له احتیاج څخه راوباسو، چې په دغه کار کې د هېواد تحصیلي بنسټونه او اکاډمیکه برخه مهم رول لري.

په دغه ناسته کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو مسوولانو خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي بنسټونو د لا ښې همغږۍ په موخه یې د ګډ مشورتي بورډ پر جوړولو ټینګار وکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له خوا یې هرکلی وشو او د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS