د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي د لا ښې همغږۍ په پار، ناسته وشوه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدلباقي حقاني په مشرۍ، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي د لا ښې همغږي په پار، د یادو تحصیلي بنسټونو له مسوولانو سره ناسته تره سره شوه.
په دغه ناسته کې شیخ عبدالباقي حقاني، په داسې حال کې چې مالي او اداري او د زده کړیالانو چارو معینانو او د خصوصي زده کړیالانو چارو رییس هم حضور درلود، د لوړو زده کړو له لارښوونو سره سم، د خصوصي پوهنتونونو د حضوري درسونو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې د هېواد رغونه او پرمختګ د تحصیلي مرکزونو په هڅو پورې تړلی او موږ به په ګډه په دغه برخه کې کار وکړو.
هغه د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي په اړه وویل، چې د هېواد پوهنتونونه د دیني او ملي ارزښتونو او د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونو سره سم، خپل چاپېریال د معیاري او باکیفیت زده کړو لپاره چمتو او هغه څه چې د اسلامي ټولنې نظم ګواښي، باید له منځه یوسي.
همدارنګه شیخ حقاني وویل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول یې باید د پرمختګ او په ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړو او خپل هېواد د نورو له احتیاج څخه راوباسو، چې په دغه کار کې د هېواد تحصیلي بنسټونه او اکاډمیکه برخه مهم رول لري.
په دغه ناسته کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو مسوولانو خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي بنسټونو د لا ښې همغږۍ په موخه یې د ګډ مشورتي بورډ پر جوړولو ټینګار وکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له خوا یې هرکلی وشو او د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.
