د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادان وغوښتل، چې د هېواد په ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي

baqir_admin
Sun, Oct 03 2021 5:19 AM
ل

«زموږ هېواد د ښکېلا کګرو پر وړاندې په مبارزه کې بریالی شو او اوس د دې وخت دی، چې د علمي کادر او قلم صاحبانو له توانایانو په استفادې، هېواد ودان کړو. »

دغه خبرې د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني نن د کابل ښوونې او رزنې پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره په ناسته کې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ښوونې او روزنې پر ارزښت او د ملي او اسلامي فکر د ایجاد لپاره د استادانو پر رول خبرې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل، څو د هېواد په ودانولو کې خپل رول تر سره کړي.

حقاني د ښکېلاک تاریخ او د بېګانه وو یرغل ته په اشارې سره وویل، چې په پوځي برخه کې بریا د مجاهدینو کار و، چې هغه یې په سمه توګه تر سره کړ، ښکېلاکګر یې له دغې خاورې وایستل او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد پوهان او د علمي بنسټونو استادان، د هېواد د ودانولو لپاره راټول کړو. هغه زیاته کړه: «که اوسمهال چین د نړۍ لوی اقتصادي او امریکا لوی پوځي ځواک دی، دا ټول په علمي ډګر کې د عملي کادرونو د توانمندیو له امله دي

د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې د تحصیلي نظام د توانمند کولو لپاره له نړیوالو تجروبو کار اخلو، خو د اسلامي ارزښتونو او افغاني او محلي کلتور پر اساس زده کړې، د هېواد د تحصیلي نظام له جدي اړتیاوو څخه دي.

د لوړو زده کړو وزیر استادانو ته ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو بنسټونو، په ځانګړي ډول د هېواد د ښوونې او روزنې لوی مرکز یعنې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته به جدي پام کوي او له مختصصانو او علمي کادرونو سره په همغږۍ او همکارۍ به د زده کړو ځانګړې زمینه برابروو.

په دغه ناسته کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید رشیدي او څو نورو استادانو، له مشرتابه پلاوي سره د لیدنې فرصت برابرولو له امله مننه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت ته یې د ګټورو پروګرامونو او طرحو د جوړولو ډاډ ورکړ.

رشیدي د ښوونې او روزنې پوهنتون د تاسیس تاریخ او په خپل وخت کې فعالیتونو ته په اشارې سره، هغه د لېسانس او ماسټري په کچه لوی د ښوونې او روزنې مرکز یاد کړ او ویې ویل، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري تیاره ده، چې په اسلامي لاره او هېوادني احساس، د علم او پوهې په خدمت کې د هېواد په کچه د تعلیم په برخه کې له نورو بنسټونو سره همکار او همرنګه وي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS