د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادان وغوښتل، چې د هېواد په ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي
«زموږ هېواد د ښکېلا کګرو پر وړاندې په مبارزه کې بریالی شو او اوس د دې وخت دی، چې د علمي کادر او قلم صاحبانو له توانایانو په استفادې، هېواد ودان کړو. »
دغه خبرې د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني نن د کابل ښوونې او رزنې پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره په ناسته کې وکړې.
د لوړو زده کړو وزیر د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ښوونې او روزنې پر ارزښت او د ملي او اسلامي فکر د ایجاد لپاره د استادانو پر رول خبرې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل، څو د هېواد په ودانولو کې خپل رول تر سره کړي.
حقاني د ښکېلاک تاریخ او د بېګانه وو یرغل ته په اشارې سره وویل، چې په پوځي برخه کې بریا د مجاهدینو کار و، چې هغه یې په سمه توګه تر سره کړ، ښکېلاکګر یې له دغې خاورې وایستل او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد پوهان او د علمي بنسټونو استادان، د هېواد د ودانولو لپاره راټول کړو. هغه زیاته کړه: «که اوسمهال چین د نړۍ لوی اقتصادي او امریکا لوی پوځي ځواک دی، دا ټول په علمي ډګر کې د عملي کادرونو د توانمندیو له امله دي.»
د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې د تحصیلي نظام د توانمند کولو لپاره له نړیوالو تجروبو کار اخلو، خو د اسلامي ارزښتونو او افغاني او محلي کلتور پر اساس زده کړې، د هېواد د تحصیلي نظام له جدي اړتیاوو څخه دي.
د لوړو زده کړو وزیر استادانو ته ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو بنسټونو، په ځانګړي ډول د هېواد د ښوونې او روزنې لوی مرکز یعنې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته به جدي پام کوي او له مختصصانو او علمي کادرونو سره په همغږۍ او همکارۍ به د زده کړو ځانګړې زمینه برابروو.
په دغه ناسته کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید رشیدي او څو نورو استادانو، له مشرتابه پلاوي سره د لیدنې فرصت برابرولو له امله مننه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت ته یې د ګټورو پروګرامونو او طرحو د جوړولو ډاډ ورکړ.
رشیدي د ښوونې او روزنې پوهنتون د تاسیس تاریخ او په خپل وخت کې فعالیتونو ته په اشارې سره، هغه د لېسانس او ماسټري په کچه لوی د ښوونې او روزنې مرکز یاد کړ او ویې ویل، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري تیاره ده، چې په اسلامي لاره او هېوادني احساس، د علم او پوهې په خدمت کې د هېواد په کچه د تعلیم په برخه کې له نورو بنسټونو سره همکار او همرنګه وي.
