د افغان نړيوال پوهنتون د طب، انجنیرۍ او زراعت پوهنځیو د فوق لېسانس پروګرامونو دوه ورځنی کلسټر پای ته ورسېد

Akmal_admin
Sun, Mar 06 2022 6:53 AM
کلستر دور اول تشخیص و تثبیت نصاب درسی برنامه های فوق لیسانس پوهنځی های طب، انجنیری و زراعت (پوهنتون بین المللی افغان) در وزارت تحصیلات عالی امروز پایان یافت.

شنبه، ۱۴ کب ۱۴۰۰
د افغان نړيوال پوهنتون د طب، انجنیرۍ او زراعت پوهنځیو د فوق لېسانس پروګرامونو دوه ورځنی کلسټر پای ته ورسېد

په همدې موخه د لوړو زده کړو وزارت د غونډو په تارلار کې جوړو شوو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د وزارت یو شمیر رئیسانو، د پوهنتون استادانو او بېلابېلو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د یاد کلسټر غړو څخه د مننې ترڅنګ وویل: «
د تاریخ په اوږدو کې ځینو خلکو په علمي ‌ډګر کې داسې خدمتونه کړي چې تر ننه پورې ترې نور خلک ګټه پورته کوي او هغوی په نیکو نومونو سره یادوي.
داچاره موږ ته دا درس راکوي، چې که یو انسان خپل وخت قیمتي کړي؛ نو د مسلمانانو اړتیاوې به پوره شي او نوی نسل به د تل لپاره دعاء ورته کوي.»

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: « د تېرو شاوخوا ۴۰ کالونو راهیسي د نصاب تجدید برخه کې داسې کوم اقدام نه و شوی، موږ به په دې نصاب کې د هېواد اړتیاوو سره سره د سیمې هېوادونو اړتیاوې هم نظرکې نېسوو.»
نوموړی دغه راز د استادانو له زحمتونو مننه وکړه او ویې ویل: « استادان باید په ډېر شوق، ذوق او علاقې سره په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي، موږ داسې علماء لیدلي او یا یې په اړه معلومات لرو، چې په زندانونو، کوهي او ورته نورو ځایونو کې یې علم ته کار کړی، کتابونه یې لیکلي، نو موږ او تاسې هم باید د راتلونکي نسل سره د ښېګڼې لپاره نن زحمتونه وګالو.»

همدارنګه د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د یاد کلسټر د کاري شېوې ، د کابل پوهنتون طب پوهنځي استاد پوهاند دوکتور محمد فرید برنایار د طب ، د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور امان الله فقیري د انجینرۍ، د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني د زراعت ، برخو اړوند معلومات وړاندې کړل.
دغه راز یې د طب، انجینرۍ او زراعت پوهنځیو اړوند د بېلابېلو څانګو جوړولو وړاندېزونه شریک کړل.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS