د هېواد د پوهنتونونو د فارمسي او وترنري پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا اول دور کلسټر په بریالۍ توګه پای ته ورسېد

Akmal_admin
Thu, Mar 10 2022 11:52 AM
F

۱۴۰۰کال، د کب ۱۹مه
د هېواد د پوهنتونونو د فارمسي او وترنري پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا اول دور کلسټر په بریالۍ توګه پای ته ورسېد. 
د دغه کلسټر په پای ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د یاد کلسټر له ګډونوالو د مننې تر څنګ وویل، چې د بې کیفیته وارداتي درملو د مخنیوي په پار هڅه کوو، چې په کور دننه متخصص فارمسسټان تربیه او باکیفیته درمل تولید کړو. نوموړي د مالدارۍ او په هېواد کې یې اقتصادي ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د سالم حیوان سالم پیداوار وي او که مو حیوانات ناروغ وي، نو محصولات به یې هم بې کیفیته او د کارونې وړ نه وي. 
وروسته د وترنري پوهنځی د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا کلسټر د ګډونوالو په استازيتوب پوهنوال دوکتور اسدالله صمدي او د فارمسي پوهنځی په استازیتوب پوهنیار زیارمل تیرزي د یاد ۵ ورځني کلسټر د پایلو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS