د کابل پوهنتون علمي کادر په بستونو کې د ګډون لپاره ازموینه واخیستل شوه

Akmal_admin
Tue, Apr 19 2022 11:03 AM
د کابل پوهنتون علمي کادر په بستونو کې د ګډون لپاره ازموینه واخیستل شوه

۱۷/۹/۱۴۴۳
۳۰/۱/۱۴۰۱
د کابل پوهنتون علمي کادر په بستونو کې د ګډون لپاره ازموینه واخیستل شوه. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د یادې ازموینې له جریان څخه څارنه وکړه او ګډونوالو ته یې د بریا د غوښتنې تر څنګ، د ازموینې د پروسې د روڼتیا په  اړه پوره ډاډ ورکړ. 
په دغه ازموینه کې نیږدې 600 کسانو د کابل پوهنتون مختلفو علمي کادرونو په بستونو کې د شاملېدو لپاره ګډون کړی و. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یوه ډیجیټالي ډيټابیس پر جوړولو ټينګار وکړ او وویل، چې ډیټابیس به د پوهنتونونو د علمي کادر د بستونو په ازموینه کې مرسته وکړي. 
نوموړې ازموینه له نړیوالو ژبو سره د ګډونوالو د بلدتیا په موخه واخیستل شوه او په پام کې ده، چې په نیږدې راتلونکي کې تخصصي ازموینه هم واخیستل شي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کابل پوهنتون له کتابتون څخه د لیدنې پر مهال د کتابونو پر منظمولو ټيڼګار وکړ او ویې ویل، چې د کتابونو هره برخه باید بېله بېله وي، تر څو محصلین په اسانه توګه لاسرسی ورته ومومي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS