د لوړ زده کړو سرپرست وزیر د ویډیوکنفرانس له لارې د دولتي پوهنتونونو رئیسانو او فوق العاده استازو ته د علماؤ کرامو د دیني اسنادو د ارزیابۍ په پروسه کې د شفافیت او ورته نورو مسایلو توصیه ورکړه.

Akmal_admin
Wed, May 11 2022 10:56 AM
xcvfx

۱۰/۱۰/۱۴۴۳
د لوړ زده کړو سرپرست وزیر د ویډیوکنفرانس له لارې د دولتي پوهنتونونو رئیسانو او فوق العاده استازو ته د علماؤ کرامو د دیني اسنادو د ارزیابۍ په پروسه کې د شفافیت او ورته نورو مسایلو توصیه ورکړه.

یاد ویډیو کنفرانس چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ دایر شوی و، د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس، د دولتي پوهنتونونو رئیسانو او فوق العاده استازو ګډون درلود.

په دې ویډیو کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني یادو مسؤلینو ته په لنډ وخت کې د دیني علماؤ د اسنادو د ارزیابۍ پروسې پیلېدو خبر ورکولو ترڅنګ وویل: " دا پروسه باید په ډېره شفافه او بې طرفه توګه پرمخ یوړل شي، د علماؤ کرامو خیال وساتل او مشکلات یې حل شي، ترڅو د دوی د رضایت سبب وګرځي."
دغه راز ښاغلي حقاني ګډونوالو ته توصیه وکړه، چې د تېرو ۲۵ کلونو اسنادو راجمع کول او ارزیابي کول، وخت او حوصلې ته اړتیا لري؛ نو باید په صادقانه ډول دغه کار ترسره شي.

بل لور ته د دولتي پوهنتونونو یو شمیر استازو خپلې ستونزې شریکې کړې، چې د سرپرست وزیر له لوري د حل کېدو ډاډ ورکړل شو او په ځینو مسایلو کې یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS