په کندهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ملاتړ غونډه ترسره شوه.

nasir_admin
Mon, Aug 01 2022 4:07 AM
gdsf

په دې غونډه کې د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده، د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال انجنیر محمد ناصر نېکزاد، د کندهار پوهنتون د پوهنځيو رئېسانو، استادانو، اداري کارکوونکو، د خصوصي پوهنتونونو استازو، ټولنيزو فعالانو، ملي او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پېل کې د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د لوړو زده کړو په سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني یې د ملګرو ملتونو له لوري بندیز ته په اشارې سره وویل،" د تاریخ په اوږدو کې تل له مسلمانانو سره داسې چلند شوی او له دې کړنو یې موخه د مسلمانانو کمزوري او د دوی د پرمختګ مخنیوی کول دي؛ چې مسلمانانو تل د دوی د دوی پر وړاندې مبارزه کړې ده."
دغه راز پوهنوال امیرزاده له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغاني ټولنې د پرمختګ مخنیوی دې نه کوي او د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر دې لګول شوی بندیز لیرې کړي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د بېلابېلو تحصیلي بنسټونو رئیسانو، د کندهار پوهنتون استادانو او فعالانو ویناوې وکړې او د لوړو زده کړو په سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بندیز لیرې کولو غوښتنه یې وکړه.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو تحصیلي بنسټونو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي پر ملاتړ ناستې او غونډې ترسره شوې دي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS