د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د شرعیاتو پوهنځی د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو لپاره د افغان نړیوال پوهنتون لومړی دور ازموینه، په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې واخیستل شوه.

nasir_admin
Tue, Aug 02 2022 12:43 PM
dssdv

4/1/1444
11/5/1401
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د شرعیاتو پوهنځی د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو لپاره د افغان نړیوال پوهنتون لومړی دور ازموینه، په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې واخیستل شوه.   
د یادې ازموینې په پرانیستو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د ازموینو ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د افغان نړیوال پوهنتون مسؤلانو ګډون کړی و. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په نوي جوړ شوي افغان نړیوال پوهنتون کې د محصلانو د جذب پروسې له پیل څخه خوښي وښوده او ویې ویل: «دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې نن د افغانستان په تحصیلي سکټور کې د افغان نړیوال پوهنتون د فوق لېسانس پروګرام د شرعیاتو پوهنځی لپاره د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.»   
نوموړي د اسلام په مقدس دین کې د علم زده کړې ارزښت ته په اشارې سره، د هېواد پرمختګ په دیني او عصري علومو کې د تکړه متخصصانو په روزلو کې وباله او زیاته یې کړه چې اوسمهال مو په هېواد کې د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه برابره ده، چې باید پوره ګټه ترې واخیستل شي. 
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې افغانستان په هره څانګه کې د متخصصینو د روزلو لپاره پرمختللو تحصیلي بنسټونو ته اړتیا لري، تر څو ځوان علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې له نېکه مرغه د افغان نړیوال پوهنتون په ایجاد سره ورو ورو خپلې دغې موخې ته د ورنږدې کېدو په حال کې یو. نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې له شته اسانتیاوو او چانسونو په پوره استفادې سره د خپل ځان او ټولنې د خدمت جوګه شي.  
وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال دوکتور عبدالرشید اقبال او د ازموینو ملي ادارې تخنیکي مرستیال شیخ رحیم الله د علم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د تحصیلي سکټور د پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې. 
د یادولو وړ ده چې اړتیا ته په کتو افغان نړیوال پوهنتون د فوق لېسانس پروګرامونو په برخه کې د شرعیاتو، انجنیري، کرنې او طب پوهنځی لري، چې د شرعیاتو پوهنځی په نننۍ ازموینه کې شاوخوا اته سوو کسانو ګډون کړی وو. د یاد پوهنتون د مسؤلانو په وینا چې له دې کسانو به درې سوه کسان د شرعیاتو پوهنځي ته لار پیداکړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS