د هوا د ککړوالي او چاپیریال په تړاو د پوهاوي د کميټې ناسته تر سره شوه

Anonymous (not verified)
Sat, Dec 28 2019 6:11 AM
چلسه محیط زیست

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ د چاپيريال ساتنې په تړاو د عامه پوهاوي ورکولو په موخه ناسته تر سره شوه.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د لوړو زده وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور، د مرکزي ادارو یو شمير رئیسانو، د مقام سلاکارانو، د مرکز د دولتي پوهنتونو د پوهنځيو رئیسانو او استادانو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د هوا ککړوالی د اوسیدونکو د روغتیا او سلامتۍ لپاره یو ګواښ وبلل او له ټولو استادانو او متخصصينو څخه یې وغوښتل چې د علمي او تخنیکي طرحو په وړاندې کولو د ککړې هوا سره مبارزه کې د ټولنې د علم او پوهې د متوليانو په عنوان خپل رول ولوبوي.
نوموړي د علمي ټولنې رول د هوا او چاپيريال د راتلونکو سرچینو په معلومولو او پیژندلو کې مهم وبلل او ویې ویل: "پر موږ لازمه ده چې د هوا او چاپيريال د ککړوالي سره په مبارزه کې د مرکز نه نیولې د ولایاتو تر پوهنتونو پورې د علمي حل لارو په را پیدا کولو کې خپل رول سر ته ورسوو."

د لوړو زده کړو وزیر په اوږد مهاله توګه د هوا او چاپیریال د ککړوالي د موثر کنټرول له لارو څخه یو هم د چاپیریال او هوا پیژندنې علومو او اړوندو څانګو کې د نویو کادرونو روزل یاد کړل او ویې ویل: "د ICCR د ۱۰۰۰ بورسونو چې پرې کار جریان لري، د داوطلبانو څخه ۱۰۰ تنه به د هندوستان له سفارت سره په همغږۍد چاپيريال او هوا پیژندنې او هغو څانګو کې چې د هوا د ککړوالي په را کمولو کې موثر وي وړاندیز وکړو او همدارنګه د مخکیني نصاب په بیا کتنه کې چې په دې برخه کې به یو پوهنتون شموله مضمون په نظر کې ونیسو او هڅه کوو تر څو د ککړې هوا او نامناست چاپيريال سره د مبارزې مسئله په ملي نصاب کې پیاوړې شي."

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور د چاپیریال او هوا د ککړوالي مسئلې ته توجه کول لازمي وبلل ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت د وزارت او پوهنتونو په چاپیریال کې د نيالګيو په کينولو، د باغچو به بیا رغولو سره خپل رول لوبولی دی، خو لازمه ده چې د هوا د ککړوالي جدې خطر په نظر کې نیولو سره دغه مسئله لا جدې ونیول شي.

دوکتور مهجور وړاندیز وکړ چې د اکاډمیکو چاپیریالونو د زرغون ساتلو په څنګ کې د هوا او چاپيريال د ککړوالي موضوع د استادانو په علمي څیړنو او د محصلینو په منوګرافونو کې د ټولنې د پوهاوي لپاره باید په نظر کې ونیول شي.

به دغه ناسته کې د چاپیریال د چارو ماهرينو او متخصصينو د هوا او چاپيریال د ککړوالي په لاملونو، د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي او د هغې د تصفیې د لارو په اړه مفصلې خبرې وکړې او پریکړه وشوه چې د کمیټې غړي په لیکلې بڼه، د هوا او چاپيريال د ککړوالي د سرچینو او لاملونو د معلومولو په هکله خپلې نظریې او علمي حل لارې د شنبې تر ورځې ولیکي او د چاپيريال او هوا د ککړوالي په اړه د خبر ورکولو کمیټې وروستۍ ناستې ته وسپاري.

جلسه محیط زیست

د ټولنيزو رسنیو، د پوهنتونو د علمي مجلو او ویب سایټونو له لارې څخه د څيړنيزو او پوهاوي ورکونکو مقالو لیکل او خپرول، په اکاډیمیک او ټولنيز ډګر کې د علمي او ښاري بحثونو جوړول، له هغو مسئلو څخه و چې د هوا د ککړوالي د راکمولو په هکله په دې ناسته کې ورباندې ټینګار وشو.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS