د لوړو زده کړو وزارت د مقام لارښوونې پر بنسټ، اداري او زیربنا رئیس په مشرۍ ټاکل شوي هیئت کونړ ولایت ته د خپل کاري سفر په بهیر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.

ameen_admin
Tue, Feb 21 2023 10:10 AM
sdsdaasdads

په دغه لیدنه کې اداري او زیربنا رئیس قاضي عبدالعزیزعزیزي د ياد پوهنتون د مسؤلینو سره په ناسته کې د کونړ پوهنتون د رغونې او بیاروغونې پروژو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ترڅنګ یې د دې پوهنتون له لیلیو، مسجد، تدریسي ودانيو او نورو برخو څخه یې هم ليدنه وکړه.
همدارنګه ټاکل شوی هیئت چې تخنیکي ټیم هم پکې شامل دی، له تخنيکي بحث څخه وروسته د نوموړي پوهنتون د ساتنې او څارنې پروژې اسناد په هر اړخيز ډول وڅېړل او د لوړو زده کړو وزارت د مقام د شفاهي حکم پر بنسټ، چې د اداري او تدريسي ودانۍ د رغولو د بودیجې پرځای په  یاده بوديجه يو باب اساسي تعمير نوموړي پوهنتون کې جوړ شي، چې یاد هیئت د نوموړي تعمير سکيج اخیستنې چارې او تخنيکي اسناد بشپړ او عملاً په ساحه کې کارونه پيل کړ .
په همدې ډول اداري او زیربنا رئیس قاضي عبدالعزیزعزیزي او ورسره پلاوي  یې د کونړ ولايت له والي سره د پوهنتون په ځمکه کې د دولتي اداراتو او دوو تنو غاصبینو، چې د پوهنتون ملکيت یې له پخوا څخه غصب کړی هم خبر وکړې، چې د والي له لوري د همکاریو ډاډ ورکړل شو.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS