د لوړو زده کړو وزارت د مقام لارښوونې پر بنسټ، اداري او زیربنا رئیس په مشرۍ ټاکل شوي هیئت کونړ ولایت ته د خپل کاري سفر په بهیر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې اداري او زیربنا رئیس قاضي عبدالعزیزعزیزي د ياد پوهنتون د مسؤلینو سره په ناسته کې د کونړ پوهنتون د رغونې او بیاروغونې پروژو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ترڅنګ یې د دې پوهنتون له لیلیو، مسجد، تدریسي ودانيو او نورو برخو څخه یې هم ليدنه وکړه.
همدارنګه ټاکل شوی هیئت چې تخنیکي ټیم هم پکې شامل دی، له تخنيکي بحث څخه وروسته د نوموړي پوهنتون د ساتنې او څارنې پروژې اسناد په هر اړخيز ډول وڅېړل او د لوړو زده کړو وزارت د مقام د شفاهي حکم پر بنسټ، چې د اداري او تدريسي ودانۍ د رغولو د بودیجې پرځای په یاده بوديجه يو باب اساسي تعمير نوموړي پوهنتون کې جوړ شي، چې یاد هیئت د نوموړي تعمير سکيج اخیستنې چارې او تخنيکي اسناد بشپړ او عملاً په ساحه کې کارونه پيل کړ .
په همدې ډول اداري او زیربنا رئیس قاضي عبدالعزیزعزیزي او ورسره پلاوي یې د کونړ ولايت له والي سره د پوهنتون په ځمکه کې د دولتي اداراتو او دوو تنو غاصبینو، چې د پوهنتون ملکيت یې له پخوا څخه غصب کړی هم خبر وکړې، چې د والي له لوري د همکاریو ډاډ ورکړل شو.
