د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ژبو او ادبیاتو، ژورنالېزم او ټولنیزو علومو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو.

ameen_admin
Sun, Feb 26 2023 10:07 AM
fdssdfsfsd

د دغه کلسټر په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل، چې د ا.ا.ا په ټولو برخو کې د ملت او هېواد لپاره غوره خدماتو چمتو کولو ته ژمن دی، ډېر د خوښۍ ځای دی چې موږ د یوه ازاد او خپلواک افغانستان لپاره خدمت ته چمتو یو او دا ترټولو غوره خدمت دی چې موږ یې د تحصیلي بنسټونو او د هیواد راتلونکي نسل لپاره کوو.
هغه  دغه راز زیاته کړه، چې هڅه مو دا ده، چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو نصاب داسې چمتو کړو، چې د ټولنې د غوښتنو او ملت ته ځواب ویونکی وي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په پای کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو له ټولو استادانو وغوښتل، چې د هېواد راتلونکي نسل ته د مسلکي زده کړو تر څنګ دیني زده کړو ته هم وده ورکړي، تر څو په راتلونکي کې هېواد ته ژمن او په اسلامي روحیه سنبال نسل ولرو.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د کلسټر ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د خوښۍ ځای دی چې د صمیمیت په فضا کې د هېواد تحصیلي بنسټونو د ملي نصاب تنظیم لپاره کار کوو.
په پای کې د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهاند داود شاه فاروق د کلسټر غړو ته د یوه پریزنټیشن په ترڅ کې د یاد کلسټر کاري طریقه تشریح کړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه کلسټر ته د تحصیلي بنسټونو د استادانو سربېره د هېواد د مختلفو ادارو متخصصین هم رابلل شوي دي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS