د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ژبو او ادبیاتو، ژورنالېزم او ټولنیزو علومو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو.
د دغه کلسټر په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل، چې د ا.ا.ا په ټولو برخو کې د ملت او هېواد لپاره غوره خدماتو چمتو کولو ته ژمن دی، ډېر د خوښۍ ځای دی چې موږ د یوه ازاد او خپلواک افغانستان لپاره خدمت ته چمتو یو او دا ترټولو غوره خدمت دی چې موږ یې د تحصیلي بنسټونو او د هیواد راتلونکي نسل لپاره کوو.
هغه دغه راز زیاته کړه، چې هڅه مو دا ده، چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو نصاب داسې چمتو کړو، چې د ټولنې د غوښتنو او ملت ته ځواب ویونکی وي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په پای کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو له ټولو استادانو وغوښتل، چې د هېواد راتلونکي نسل ته د مسلکي زده کړو تر څنګ دیني زده کړو ته هم وده ورکړي، تر څو په راتلونکي کې هېواد ته ژمن او په اسلامي روحیه سنبال نسل ولرو.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د کلسټر ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د خوښۍ ځای دی چې د صمیمیت په فضا کې د هېواد تحصیلي بنسټونو د ملي نصاب تنظیم لپاره کار کوو.
په پای کې د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهاند داود شاه فاروق د کلسټر غړو ته د یوه پریزنټیشن په ترڅ کې د یاد کلسټر کاري طریقه تشریح کړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه کلسټر ته د تحصیلي بنسټونو د استادانو سربېره د هېواد د مختلفو ادارو متخصصین هم رابلل شوي دي.
