د هرات پوهنتون د درې ورځني علمي - دیني سمینار لومړۍ ورځ د امارتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو استادانو لپاره تر سره شوه.

ameen_admin
Thu, Mar 02 2023 6:17 AM
fdssdfddsffds

د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو مالي او اداري معین الحاج حافظ محمد حامد حسیب د علم د زده کړې او ارزښت په اړه معلومات وړاندي کړل او زیاته یي کړه چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري ترڅو د دې ډول سمینارونو په ترسره کولو د مدرسې او پوهنتون تر منځ واټن ختم کړي، وروسته د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، په هېواد کې د ډېرو سختو شرایطو په شتون کې الحمد الله، د افغانستان اسلامي امارت په سم تدبیر او مدیریت توانېدلی دی چې د بانکي او اقتصادي سیستم ایجاد ته لاره هواره کړي،  غواړم چې تاسې په لوړ همت او قوي ارادې سره  شپه او ورځ د خلکو د خدمت لپاره هڅه وکړئ، په پای د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت یو اساسي پلان دادی چې د اکاډمیک قشر او د مدرسو د اساتیدو ترمنځ دې افهام او تفهیم ترسره شي او همدارنګه د پوهنتونونو او مدرسو ترمنځ واټن دې ختم شي؛ نو په دې منظور د داسې سمینارونو او مناقشو دایرول لازم او اړین دي.
 یادولو وړ ده چې په دې دري ورځني سمینار کې د ملکي چارواکو تر څنګ نظامي چارواکې او زیات شمېرعلماء او د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ګډون درلود.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS