د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد له سفیر سره وکتل.

eshaq_admin
Mon, May 22 2023 10:54 AM
grttdfgf

په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم صاحب د پاکستان هېواد سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او نیکو اړیکو په پاللو ټینګار وکړ او د اسلام مبارک دین کې د ګاونډي حقوقو ته اشاره وکړه.
سرپرست وزیر همداراز وویل: « افغانان په یوه سنتي او فکري ټولنه کې ژوند کوي او د ا.ا.ا تل په همدې هڅه کې دی، چې هیچا ته هم په افغانانو د فکري او فرهنګي نیوکې ځای پیدا نه کړي او په همدې موخه د اسلامي احکامو د پلي کولو هوډ لري».
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په افغانستان کې د نړیوالو او پخوانیو حکومتونو د ظلمونو یادونه وکړه او ویې ویل چې، د بشر اوسني تش په خوله مدافعین په هغو ظلمونو چپ پاتې وو او اوس د بشر د حقوقو په نوم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې هڅې کوي.
ورپسې افغانستان کې د پاکستان سفیر، دوی سره  ناستې ته هرکلی ووایه، نوموړي افغانستان او پاکستان دوه دوست هېوادونه یاد کړل، چې په وینا یې دواړه هېوادونه سره ګډې پولې، دیني، مذهبي او کلتوري نېږدیوالی لري او دې ټولو ته په کتو تر بل هر چا له افغانستان سره لازمو همکاریو ته ژمن دی.
د پاکستان هېواد سفیر سره په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه یاد هېواد کې د افغان محصلینو د ویزو په برخه کې د ستونزو هوارولو ترڅنګ د تدریسي روغتونونو استادانو ته د ټریننګونو او د علمي کادرونو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS