د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر پردوام د ننګرهار پوهنتون استادانو سره ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

nasir_admin
Thu, Jun 22 2023 5:56 AM
سیریسلسی

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د اسلام له اړخه د استادانو مقام او ځانګړتیاوې بیان کړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د هېواد د ځوان نسل په روزنه کې صداقت او ژمنتیا څرګنده کړي.
نوموړي همداراز وویل، چې استادان ځوانانو ته لیدلوری ورکوي او پکار ده، چې د دین او هېواد ساتنې احساس ورکولو ترڅنګ د شته امکاناتو څخه د محصل په روزنه کې ډېره ګټه پورته کړي.
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د خپلو خبرو پرمهال دغه پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د ارزوونکي پلاوي له ورتګ مننه وکړه، چې د پوهنتون د لاپرمختګ په موخه یې ارزونه کوي او ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته کوي.
د ناستې په پای کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو په استازولۍ یو تن استاد خپلې ستونزې او وړاندیزونه د محصلانو چارو معین سره شریک کړل، چې د نوموړي له لورې امکاناتو ته په کتو د ستونزو د حل او د وړاندیزو د منلو ډاډ ورکړل شو.
:نېټه پنجشنبه
۳/۱۲/۱۴۴۴ هـ ق ۲/۴/۱۴۰۲ هـ ش ۲۲/۶/۲۰۲۳ م

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS