د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جهان لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

eshaq_admin
Sat, Aug 12 2023 10:59 AM
rgsdgd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د جهان لوړو زده کړو مؤسسې له حقوق، شرعیات، اقتصاد او کمپیوټر ساینس څانګو څخه د ۴۰۰ تنو محصلینو په فراغت غونډې کې ګډون وکړ.
په پیل کې سرپرست وزیر ټولو محصلینو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت تاسو ته هر ډول کاري فرصتونه چمتو کوي او د لوړو زده کړو وزارت د افغان ځوانانو د عملي زده کړو او کاري فرصتونو چمتو کولو په موخه له ځینو وزارتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
همداراز یې له خصوصي تحصیلي سکتور څخه مننه وکړه چې افغانانو ته تحصیلي خدمتونه وړاندي کوي او وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي تحصیلي سکتور سره پوره همکار دی.
وروسته د جهان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس دوکتور عبدالحکیم نوري له سرپرست وزیر څخه مننه وکړه او ټولو محصلینو ته یې مبارکي وویله او خوښي یې څرګنده کړه چې د خدمت لپاره افغان ځوانان ټولنې ته وړاندې کوي او په دې سره ناخوالي له منځه وړي.
ورپسې د کابل ولایت والي مولوي محمد قاسم خالد محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې الله تعالی دي تاسو افغانستان ته د خدمت مصدر وګرځوي او زیاته یې کړه چې موږ هم عصري او هم دیني علومو ته اړتیا لرو.
په پای کې ټولو محصلینو ته د فراغت تصدیق پاڼې وویشل شوې.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS