په کابل پوهنتون کې د علامه سید جمال الدین افغان د مقبرې پر بیا جوړولو او نوي کولو کار پیل شو

Anonymous (not verified)
Wed, Jan 22 2020 5:35 AM
ا

هغه غونډه چې په همدې مناسبت په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبد التواب بالاکرزي، د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیره حسینه صافۍ، په تحصیلي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار او د کابل پوهنتون رئیس پوهنمل حمیدالله فاروقي او د مشرانو جرګې دویم نائب آصف صدیقي حضور درلود.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش په یاده غونډه کې د سید جمال الدین افغان د شخصیت او آثارو د مختلفو اړخونو په اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: «افغانستان یو تاریخي هیواد دی او د غښتلیو اشخاصو او نومیالیو پوهانو د روزنې زانګو وه چې یو هم له دغو نومیالیو څخه د ختیځ نابغه علامه سید جمال الدین افغان دی. نوموړی په خپل وخت کې د اسلامي نړۍ د راویښوونکو له جملې څخه و چې په ختیځ او لویدیځ کې یې نړیوال نوم درلود».

ا

د جمهوري ریاست دویم مرستیال وویل، په وروستیو کلونو کې د افغانستان دولت او خلکو د علامه سید جمال الدین افغان د افکارو او آثارو په اړوند خپله پاملرنه کمه کړې ده، نوموړي له کابل پوهنتون او نورو علمي او څیړنیزو بنسټونو وغوښتل تر څو د سید جمال الدین افغان د افکارو او آثارو د زیاتې او ښې پیژندنې په ډګر کې علمي او څيړنیز کنفرانسونه دایر کړي.

استاد سرور دانش همدا ډول وویل: «هیله مند یم لکه د نن په څېر چې د ارواښاد سید جمال الدین افغان مقبره نوې کوو او بیا یې جوړوو؛ وکولای شو چې یوه ورځ د ده لوړ افکار هم را ژوندي کړو او د هغه د افکارو له روښنایې څخه د نني ژوند او د خپلو ستونزو لپاره د حل لارې په موندلو کې ګټه پورته کړو

ا

د چارواکو په خبره، د علامه سید جمال الدین افغان د مقبرې بیا جوړونه د ۲۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له بودیجې څخه تادیه کیږي چې د احاطې دیوال، لنډسکیپ، د ګلدانونو ترمیمول، د اوبو حوض او د مقبرې ترمیمول په کې شامل دي او د ۱۳۹۹ کال تر اخیره به تکمیل شي.
د یادولو وړ ده چې علامه سید جمال الدین افغان د ۱۲۱۷ کال د لړم په ۲۵ د کنړ ولایت په اسعد آباد ښار کې دنیا ته سترګې پرانیستلې دي او د ۱۲۷۵ د کب په ۱۹ یې د ۵۹ کالو په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله په ترکیې هیواد کې وفات شوی او هلته خاورو ته سپارل شوی و چې ۷۶ کاله وروسته دده جسد افغانستان ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په محوطه کې دفن شو.

ا

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتمآب جمهور رئيس، د ښار جوړونې او ځمکو محترم وزارت او ټولو هغو اړخونو څخه چې د علامه سید جمال الدین افغان د مقبرې په بیا جوړونې کې يې کوښښ او هڅې کړي د زړه له تله مننه کوي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS