زموږ په ټولنه کې تر اوسه پورې پر اخلاقو، فکر او تعلیم باندې د هنر د مختلفو برخو د اغیزو په اړه کافي معلومات نه دي ورکړل شوي.

ameen_admin
Sat, Nov 25 2023 11:59 AM
jkdhfjkdsjfksd


دغه څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد د ښکلو هنرونو پوهنځي اړوندو څانګو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا لومړي پړاو کلسټر د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
هغه همداراز وویل: « زموږ په ټولنه کې تر اوسه پورې د هنر او فن تربیتي او اخلاقي رول په اړه هومره معلومات ندي ورکړل شوي، څومره چې پکار دي».
نوموړي زیاته کړه، دا زموږ مسؤلیت دی، چې د خپلو دیني او ملي ارزښتونو له مخې د هنر او فن په اړه بحث او د ټولنې پر ذهنونو یې د تعلیمي او روزنیزو اغیزو په اړه خبرې وکړو.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد کلسټر په دایریدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د هنرونو پوهنځي د نصاب د بیا کتنې او پراختیا لومړي پړاو کلسټر کې د هنرونو پوهنځي ۱۳ څانګې شاملې دي، چې د پنځو ورځو په موده کې به په پروګرام کې شاملو استادانو له لوري پرې کار وشي.
نوموړي د هنر او فن په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د اسلام مبارک دين د ټولنې د اړتياوو له مخې هرې برخې لپاره جلا اصول او لارښوونې ټاکلې دي، چې هنر او فن هم له دې مستثنی نه دي.
د تحصیلي نصاب ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د فرعي کلسټرونو د ویش، د ګډون کوونکو غړو د معرفي کولو، د فرعي کلسټرونو د رئیس، مرستیالانو او منشيانو د ټاکلو او د کلسټر غړو ترمنځ د ارتباطي ګروپ جوړولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو ادراو په همکارۍ په ګڼو تحصیلي څانګو کې د بیا کتنې او پراختیا په برخه کې کار کړی او دا پروسه لا هم دوام لري.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS