د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار (جامعه دارالعلوم حکیمیه) مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ameen_admin
Wed, Jan 31 2024 4:49 AM
kljglkfdgjkldfjkgd


د یادې مدرسې څخه 330 تنه فاضلان، حافظان او قاریان فارغ شول، چې د فراغت غونډې په پیل کې د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله رالېږلی پیغام ولوست.
ورپسې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل چې د علم له زده کړې په علم باندې عمل ډېر اړین دی. هغه دغه راز له فارغانو وغوښتل چې زده کړي علومو ته د عمل جامه ور واغوندي او وخت پر وخت يې نورو مسلمانانو ته د تذکرې په ډول ورسوي.
په فراغت غونډه کې د ا.ا.ا قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني فاضلانو او حافظانو ته په خطاب کې وویل:«د طالبۍ او زده کړو پر وخت ستاسو فکر او نیت د   دین خدمت، د علم زده کړه او نورو ته رسول وو، نو اوس له فراغت وروسته دغه مسؤلیت در ترغاړې کېږي، پکار ده چې په سم ډول یې ادا کړئ.» 
همدارنګه یو شمېر نورو عالمانو او ویناوالو هم فارغانو ته بېلابیلې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او ترې ویې غوښتل چې په ټولنه کې د اولګو په ډول ژوند وکړي او د علم معنویت وساتي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS