د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار (جامعه دارالعلوم حکیمیه) مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د یادې مدرسې څخه 330 تنه فاضلان، حافظان او قاریان فارغ شول، چې د فراغت غونډې په پیل کې د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله رالېږلی پیغام ولوست.
ورپسې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل چې د علم له زده کړې په علم باندې عمل ډېر اړین دی. هغه دغه راز له فارغانو وغوښتل چې زده کړي علومو ته د عمل جامه ور واغوندي او وخت پر وخت يې نورو مسلمانانو ته د تذکرې په ډول ورسوي.
په فراغت غونډه کې د ا.ا.ا قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني فاضلانو او حافظانو ته په خطاب کې وویل:«د طالبۍ او زده کړو پر وخت ستاسو فکر او نیت د دین خدمت، د علم زده کړه او نورو ته رسول وو، نو اوس له فراغت وروسته دغه مسؤلیت در ترغاړې کېږي، پکار ده چې په سم ډول یې ادا کړئ.»
همدارنګه یو شمېر نورو عالمانو او ویناوالو هم فارغانو ته بېلابیلې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او ترې ویې غوښتل چې په ټولنه کې د اولګو په ډول ژوند وکړي او د علم معنویت وساتي.
