د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ښوونې او روزنې څانګو د ژبو او ادبیاتو او کمپیوټر ساینس لېسانس او کمپیوټر ساینس فوق لېسانس برنامو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل شو.

ameen_admin
Sat, Feb 03 2024 8:43 AM
khfkjsdkjfds


د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب ریاست، د تحصیلي نصاب ملي کمیسیون، د پوهنتونونو استادان، اړوندې ادارې او د خصوصي سکټور متخصصین او استازي په ګډه (د یو ملت ـ یو نصاب) تر شعار لاندې، د دیني او ملي ارزښتونو او منل شوو نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د هېواد پر تحصیلي نصاب کار کوي. 
د یادو څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر په پرانیسته کې د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهنوال داود شاه فاروق د یاد کلسټر کار بڼه تشریح کړه او په دې پړاو کې یې د محتوا تر څنګ، د ټولو املایي او انشایي غلتیو پر سمونه ټینګار وکړ. 
د یادونې وړ ده چې دغه کلسټر به ۵ ورځې دوام وکړي او نصابونه به له تکمیل وروسته پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو ته د تدریس په موخه ولېږل شي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۵/۷/۲۲هـ ق ۱۴۰۲/۱۱/۱۴هـ ش ۲۰۲۴/۲/۳م

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS