د دیني جامعاتو او تخصصاتو د جدید الشمول فاضلانو لپاره د تخصصاتو برنامو، پالېسۍ او تګلارې معرفي کولو غونډه ترسره شوه.

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۴:۲۱
f

۱۴۴۳/۱۱/۲۶

۱۴۰۱/۴/۵

د دیني جامعاتو او تخصصاتو د جدید الشمول فاضلانو لپاره د تخصصاتو برنامو، پالېسۍ او تګلارې معرفي کولو غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حق اني، د لوړو زده کړو علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، ددغه وزارت مالي او اداري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب، د خصوصي محصلانو چارو رئیس سید اسماعیل روحاني، د یاد وزارت رئیسانو، مسؤلینو او د دیني جامعاتو د پنځو تخصصاتو برنامو فاضلانو ګډون کړی وو.

په دغې راټولېدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حق اني د علم او مدرسې پر اهمیت د قران او حدیث په رڼا کې معلومات وړاندې کړل او فاضلان یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.

سرپرست وزیر د خپلې وینا پرمهال زیاته کړه، " چې اوسنی نظام د ۴۳ کلونو شهادتونو په پایله کې راغلی دی، د جهاد ډګر مو ګټلی اوس باید د تحصیل ډګر هم وګټو؛ ترڅو په دیني او دنیاوي برخو کې د مسلمانانو ضرورتونه حل شي."

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا جدید الشمول فاضلان زده کړو ته تشویق، حاضرۍ ته پر پام او د اسلامي نظام پر شتون او پر دغه نعمت شکر ویستلو ته وهڅول.

دغه راز د لوړو زده کړو مالي او اداري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب تخصصات په یوه ټولنه کې اړتیا یاده کړه او ویې ویل، " موږ باید هره برخه کې متخصصین ولرو؛ ترڅو د مسلمانانو اړتیاوو ته رسېدنه وشي."

همداشان د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي جدید الشمول فاضلان متقابل احترام، ښې رویې او ورته نورو مسایلو ته متوجه کړل او په همدې تړاو تیار کړي معلومات یې له ګډونوالو سره شریک کړل.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS