د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له پلاوي سره وکتل.

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۴:۳۳
d

۱۴۴۳/۱۱/۲۶

۱۴۰۱/۴/۵

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له پلاوي سره وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له هغوی سره یې دې لیدنې پر مهال وویل، چې هر هېواد بېل دیني او ملي ارزښتونه لري او د خپلو ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې چارې پر مخ بیایي.

الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي، چې عربي، اسیایي او افریقایي علماوو پکې شتون درلود، وغوښتل چې اسلامي هېوادونه په تحصیلي او نورو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته وهڅوي. نوموړي په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د ژر کار پیلولو او د افغان نړیوال پوهنتون د اکمال په برخه کې له هغوی څخه د مرستو غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې افغانستان تازه له جګړو راوتلی، نو د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو په ځانګړي ډول اسلامي سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي مشر دوکتور قطب مصطفی سانو وویل، کله چې موږ په افغانستان کې د تعلیم او تحصیل جریان له نیږدې ولید، نو دا راته ثابته شوه چې په بهر کې میډیا ناسم تبلیغات کوي، دغه راز نوموړي له افغانستان پر مرستو د ټینګار تر څنګ، د افغانستان د تحصیلي نظام ملاتړ وکړ.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS