د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تدریسي روغتونونو په برخه کې د ګډې همکارۍ په پار، د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره وکتل.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۵:۱۹
vxccxvxxcv


په یاده لیدنه کې، چې د عامې روغتیا په وزارت کې ترسره شوه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب له عامې روغتیا وزارت سره د طب په برخه کې پر ګډو همکاریو ټينګار وکړ او د عامې روغتیا له سرپرست وزیر څخه یې وغوښتل چې د طب پوهنځيو د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او تدریسي روغتونونو د چارو د ښه والي په برخه کې همکاري ورسره وکړي. 

دغه راز د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټرقلندرعباد د هېواد د طبي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې له لوړو زده کړو وزارت سره ګډ کار ته تیاری وښود او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا لپاره بشري ځواک روزي. 

د یادولو وړ ده چې دواړو اړخونو د هېواد د روغتیایي سیسټم د پرمختګ، ځان بساینې، کیفیت لوړونې او د هېواد په داخل کې د ناروغانو د درملنې پر غوره لارو چارو خبرې وکړې او نظرونه یې سره شریک کړل. 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS